د سرپل په مرکز کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر وغځول شوه 

د سرپل په مرکز کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر وغځول شوه 

د سرپل ولایت په مرکز کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ یوه میاشت نوره هم وغځول شوه.

د سرپل ولایت د ټاکنیزو چارو رئیس عزیز احمد رسولي شمال بیان ته وویل چې دا لړۍ به دروان لمریز کال د غوایي میاشتې تر ۲۲ مې نېټې پورې همداشان دوام ولري.

ښاغلي رسولي د دې ولایت مرکز او ولسوالیو ته د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر د اساسي او غیر اساسي موادو د رسېدو څخه هم خبر ورکړ زیاته یې کړه چې تراوسه د لسو زرو ښځینه وو په ګډون څه باندې ۲۳ زره کسانو نوم لیکنه ترسره کړې ده.

په همدې حال کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د دې ولایت په کچه او ولسوالیو کې د روان لمریز کال د غوایي میاشتې په ۲۵مه نېټه پيلیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د امنیتي ګواښونو څخه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د ۳ مرکزونو له بهر کېدو څخه خبر ورکړی دی.

 

خبریال: محمد یونس نعیمي 

 

خواندن 45 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ