سرپل کې د وسله والو مخالفینو ډله ییز بریدونه شاته وهل شوي 

سرپل کې د وسله والو مخالفینو ډله ییز بریدونه شاته وهل شوي 

د سرپل ولایت امنیتي چارواکي د دې ولایت مرکز بلغلي کلي پر امنیتي پوستو د وسله والو مخالفینو د ډله ییزو بریدونو د شاته وهلو څخه خبر ورکوي.

د سرپل امنیې قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی شمال بیان ته وویل، چې وسله والو مخالفینو تېره ورځ مازدیګر مهال په لومړیو کې د بلغلي کلي لویې لارې په اوږدو کې کمین جوړ کړی وو او وروسته یې بیا د همدې کلي پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه پیل کړل، چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ او شاتګ ته اړ شول او هغوی ته همداشان درنه مرګ ژوبله هم اوښتې.

ښاغلي باقي زوی همداشان د ۲ نمبر لویې لارې سیمو او د سوزمه قلعه ولسوالۍ بر قوت های کلي کې د نویو امنیتي پوستو له جوړېدو څخه خبر ورکوي وایي، چې په دې ولایت کې د نورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په همغږۍ سره یو شمېر امنیتي خپرونې تر لاس لاندې لري چې د وسله والو مخالفینو خوځښتونه په نطفه کې شنډوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې ولایت د امنیتي چارواکو په وینا تېره اونۍ هم وسله والو مخالفینو د سوزمه قلعه ولسوالۍ، ګورکاب کلي پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړي وو، چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ او شاتګ ته اړ شوي او همداشان هغوی ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

 

خبریال: محمد یونس نعیمي 

 

خواندن 81 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ