په سرپل کې موسمي ناروغۍ ۶۰ سلنه لوړې شوې دي 

په سرپل کې موسمي ناروغۍ ۶۰ سلنه لوړې شوې دي 

د سرپل ولایت د سل بستریز روغتون مسوولین په دې ولایت کې د ماشومانو په منځ کې د موسمي نارغیو لکه استفراغ او اسهال نارغیو د ۶۰ سلنه زیاتوالي څخه خبر ورکوي، او له کورنیو څخه غواړي هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ باندې اخته دي هرڅه ژر د خپلو سیمو روغتیایي مرکزونو ته ولېږدوي.

د سرپل ولایت د سل بستریز روغتون رئیس ډاکټر محمد رستم رجبي د دغه ناروغیو لامل د هوا ککړتیا، وچ کالي، ماشومانو ته د ګټه لرونکو خوړو نشتوالی، ککړې اوبه، د تازه میوو خوړل او د ماشومان د حفظ الصحیې په برخه کې د کورنیو نه پاملرنه په ګوته کړه، او له کورنیو څخه یې وغوښتل چې په نوموړو ناروغیو اخته ماشومان د درملنې په موخه د خپلو سیمو نېږدي روغتیایي مرکزونو ته ولیږدوي څو د ۵ کلنو څخه د کم عمره ماشومانو د مرګ ژوبلې څخه مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر ژمي فصل کې هم د سرپل د ولایتي روغتنون مسوولینو د دې ولایت د ماشومانو په منځ کې د موسمي ناروغیو د ۵۰ سلنې له زیاتوالي څخه خبر ورکړی وو.

 

خبریال: محمدیونس نعیمي  

 

خواندن 30 دفعه آخرین ویرایش در چهارشنبه, 23 غبرګولی 1397 ساعت 11:39
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ