په سرپل کې له ۳۰ څخه ډېرو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په سرپل کې له ۳۰ څخه ډېرو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې مطلب ویژه

د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د سوزمه قلعه ولسوالۍ په درې سیمو کې یې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او د سانچارک ولسوالۍ شولکم سیمه یې هم د هغوی له ولکې څخه را خلاصه کړې ده.

د سرپل امنیې قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی، شمال بیان ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د سوزمه قلعه ولسوالۍ د لودین، سلطان سنجر مرکز او ګورکاب سیمو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې د افغان امنیتي ځواکونو د له کلک غبرګون وروسته هغوی ته مرګ ژوبله اوښتې او له سیمې څخه په شا شوي دي.
د سرپل امنیې قوماندان زیاتوي، چې د دواړو لورو ترمنځ په نښتو کې ۱۰ تن وسله وال طالبان وژل شوي او له ۲۰ څخه ډېر یې هم ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا په دې نښتو کې امنیتي ځواکونو ته هېڅ راز زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې چې څه موده مخکې هم د سرپل ولایت امنیتي چارواکو په دې ولایت کې د سانچارک ولسوالۍ د نومول شوي ولسوال په ګډون د لسو تنو طالبانو له مرګ ژوبلې څخه خبر ورکړی وو.


خبریال: محمد یونس نعیمي

خواندن 11 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ