سرپل کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

سرپل کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د سرپل امنیتي چارواکي د دې ولایت مرکز په اړوندو سیمو کې ۲۵ وسله والو طالبانو له مرګ ژوبلې اوښتو څخه خبر ورکوي.

د سرپل امنیې قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی، شمال بیان ته وویل چې تېره ورځ په دې ولایت کې مېشتو ګډو امنیتي ځواکونو په لودین، پنجشیر او کنجک کلیو کې چاڼیز عملیات په لاره اچولي چې په پایله کې یې د نوموړو کلیو د چڼ کېدو سربېره ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنو نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرپل امنیې قوماندان همداشان وویل چې نوموړو کلیو ته امنیت او ټیکاو بېرته راغلی او خلک له خپلو امنیتي ځواکونو سره د مورچلو د ساتلو په موخه همکاری کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل امنیتي چارواکو څه موده مخکې هم د دې ولایت په سانچارک او صیاد ولسوالیو کې د ۳۰ تنو وسله والو طالبانو له مرګ ژوبلې څخه خبر ورکړی وو.

 

خبریال: محمد یونس نعیمي  

 

خواندن 88 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ