د سرپل ولایت امنیې قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقيزوی شمال بیان ته وویل چي په دې ترلاسه شویو مخدره توکو کې ۴۲۹ کیلوګرامه یې تریاک، ۱۲۵۶ کیلوګرامه یې بنګ پاتې نور یې د هېروئینو پوډر او شیشه په کې شامل دي.
ښاغلي باقيزوی زیاته کړه، چې د دې پېښو په تړاو ۲۱ کسان نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپل پولیسو څه موده مخکې هم د دې ولایت په اړوندو سیمو کې د ۶۰ مېله وسلو او یو شمېر چادېدونکو توکو له ترلاسه کېدو څخه خبر ورکړی وو.
خبریال: محمدیونس نعیمي