پنځه تنه په سرپل ولایت کې د سولې له بهیر سره یوځای شول 

پنځه تنه په سرپل ولایت کې د سولې له بهیر سره یوځای شول 

د سرپل والي د سولې له بهیر سره د ۵ تنو وسله والو مخالفینو له یوځای کېدو او همداشان د سرپل – سانچارک لویې لارې په اوږدو کې د ۶ تنو ملکي وګړو له خوشي کېدو چې دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو برمته کړي خبر ورکوي.

د سرپل والي عبدالقادرآشنا، شمال بیان ته وویل چې دا کسان ۴ میاشتې مخکې له مولوي مهدي چې په مهدي مجاهد مشهور دی په بلخاب ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له یوې ډلې سره یوځای شوي وو، بېرته له خپلو وسلو سره د سولې له بهیر سره یوځای شول.

ښاغلي آشنا همداشان زیاته کړه، چې دوه ورځې مخکې د دولت ضد وسله والو مخالفینو ۱۱ تنه ملکي وګړي چې د سرپل – سانچارک لویې لارې له اوږدو څخه له ځان سره بېولي وو، ۶ تنه یې د ولایت مقام او قومي مخورو په هڅو سره خوشي شوي او د پاتې ۵ تنو نورو د خوشي کېدو لپاره هم هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو د سولې له بهیر سره د ۱۷ وسله والو مخالفینو له یوځای کېدو څخه خبر ورکړی وو.

 

خبریال: محمدیونس نعیمي 

 

خواندن 16 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ