په سرپل ولایت کې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

په سرپل ولایت کې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي د دې ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د ۲۲ وسله والو طالبانو له مرګ ژوبلې څخه خبر ورکوي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني شمال بیان ته وویل چې طالبانو تېره شپه د سرپل ولایت د نومول شوي مرستیال والي مولوي محمدظریف په مشرۍ د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ګورکاب سیمې د ملي اردو پر امنیتي پوستې باندې خپل ډله ییز بریدونه ترسره کړل چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول.

ښاغلي اماني زیاته کړه، چې د دې څلور ساعته جګړې په پایله کې ۹تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، سیمې ته د مرستندویه امنیتي سرتېرو له رسېدو وروسته وسله وال طالبان په شا تمبول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل ولایت د امنیتي چارواکو په وینا درې شپې مخکې هم وسله والو طالبانو د دې ولایت په صیاد ولسوالۍ کې خپل بریدونه کړي وو، چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ او په پایله کې یې ۵ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

خبریال: محمدیونس نعیمي 

 

خواندن 78 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ