په سرپل کې ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

په سرپل کې ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې تېره شپه د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني شمال بیان ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د سانچارک ولسوالۍ د ګوژوا او شوله کم غرب سیمو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړي چې د امنیتې او دفاعي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول چې په پایله کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي او د ملا نعمت الله په نامه د یوه نامتو قوماندان مړی د مېل کلاشینکوف سره د جګړې په ډګر کې پاتې دی.

ښاغلی اماني زیاتوي چې په دې جګړه کې یو سرتېری شهید شوی او ۵ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، اوس مهال د یادې ولسوالۍ وضعیت د امنیتي ځواکونو تر ولکې لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو د دې ولایت څلورو سیمو د وسله والو طالبانو د بریدونو په شاتمبولو څخه خبر ورکړی وو.

 

خبریال: محمدیونس نعیمي 

 

خواندن 36 دفعه آخرین ویرایش در دوشنبه, 22 سلواغه 1397 ساعت 15:24
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ