سرپل کې ۴۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

سرپل کې ۴۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د ولید ۳۶ چاڼیزو عملیاتو په لړ کې ۴۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې پلې لوا قوماندان برید جنرال مولانا جلاالدین یفتلی، چې د دې عملیاتو مشري لري شمال بیان ته وویل، چې تېره ورځ مازدیګر مهال د دې ولایت د صیاد ولسوالۍ په بلند غور کلي کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ پنځه ساعته جګړه رامنځته شوه چې په پایله کې یې ۲۱ تنه وسله وال طالبان ووژل شوي او د هغوی د یو مشهور قوماندان ملا شیرمحمد غضنفر په ګډون ۲۳ تنه نور ټپیان شوي.

د سرپل امنیې قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی، د ښاغلي یفتلي د خبرو په منلو سره یې زیاته کړه چې د صیاد ولسوالۍ سوېل لوري ته مهمې او استراتیژیکې سیمې د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل سیمه ییزو چارواکو تېره ورځ هم د دې ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د ولید ۳۶ عملیاتو په لړ کې ۴۹ وسله والو طالبانو ته له مرګ ژوبلې اوښتو څخه خبر ورکړی وو.

 

خبریال: محمدیونس نعیمي 

 

خواندن 57 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ