په سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو ۱۳ ډله ییز بریدونه پرشاتمبول شوي 

په سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو ۱۳ ډله ییز بریدونه پرشاتمبول شوي 

په تېرو پنځه ویشتو ورځو کې د وسله والو طالبانو ۱۳ ډله ییز بریدونه په سرپل کې د مېښت امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري پر شاتمبول شوي دي.

د سرپل د والي ویاند، ذبیح الله اماني شمال بیان ته وویل د روان لمریز کال له پيل څخه تراوسه وسله والو طالبانو د دې ولایت د سانچارک، سوزمه قلعه، ګوسفندي، صیاد او سرپل ښار پر امنیتي پوستو ۱۳ ډله ییز بریدونه کړي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري پرشاتمبول شوي او وسله وال مخالفین د مرګ ژوبلې په ورکولو سره له سیمې څخه په شا شوي دي.

ښاغلی اماني همداشان زیاتوي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه هم د الفتح په نوم د خپلو پسرلنیو عملیاتو له اعلانولو وروسته د لومړۍ نمبر لویې لارې، سوزمه قلعه او سانچارک ولسوالیو خپل بریدونه ترسره کړل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري له ماتې سره مخ اوله نوموړو سیمو څخه شاتګ ته اړ شول.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د الفتح په نوم د خپلو پسرلنیو عملیاتو د نیټې له اعلانولو وروسته په دې ولایت کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، خو د سرپل ولایت سیمه ییز او امنیتي چارواکي د دې ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي چې له دې ولایت او خلکو څخه به ساتنه او دفاع کوي.

 

خبریال: محمدیونس نعیمی 

 

 

 

خواندن 70 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ