د سرپل ولایت امنیتي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی 

د سرپل ولایت امنیتي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی 

د سرپل ولایت امنیتي چارواکي د دې ولایت په ځانګړي ټوګه د لویې لارې د امنیت د ښه کېدو څخه خبر ورکوي.

د سرپل ولایت امنیه قوماندان، مل پاسوال غلام جیلاني ابوبکر شمال بیان ته وویل چې په تېرو ۱۲ ورځو کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو ۱۷ ډله ییز بریدونه په دې ولایت کې د مېښت افغان امنیتي ځواکونو له لوري په شاتمبول شوي دي چې دا چاره د دې لامل شوې ده چې د دې ولایت د امنیت په برخه کې بدلون رامنځته شي.

د سرپل امنیه قوماندان، د سرپل – جوزجان لویې لارې په اوږدو کې د دو امنیتي پوستو له جوړولو څخه هم خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې له دې چارې سره د لویې لارې امنیت په بشپړه توګه ټینګ شوی دی.

په همدې حال کې د سرپل د ولایتي شورا رئیس، نور رحماني د دې ترڅنګ چې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو له مېړانې او سرښندنو څخه مننه وکړه او په دې ولایت کې یې د امنیت ټینګښت تایید کړ.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د سرپل سیمه ییزو چارواکو په دې ولایت کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو د ۱۳ ډله ییزو بریدونو په شاتمبولو څخه خبر ورکړی وو.

 

خبریال: محمدیونس نعیمي 

 

خواندن 46 دفعه آخرین ویرایش در دوشنبه, 09 غويی 1398 ساعت 15:00
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ