احسان: د میرزا اولنګ دَرې د بېرته نیولو په عملیاتو کې ځنډ د افغان امنیتي ځواکونو په ګټه دی

احسان: د میرزا اولنګ دَرې د بېرته نیولو په عملیاتو کې ځنډ د افغان امنیتي ځواکونو په ګټه دی

د ۲۰۹ شاهین قول اردو دوېمې لوا قوماندان د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ دَرې د بېرته نیولو په عملیاتو کې ځنډ د افغان امنیتي ځواکونو په ګټه یادوي.

برید جنرال عبدالغفار احسان شمال بیان ته وویل چې د میرزااولنګ درې د بېرته نیولو عملیات به هغه مهال چټک شي چې د دغې درې د غرونو په لوړو څوکو کې، د دولت ضد وسله والو مخالفینو مورچلې د افغان هوايي ځواکونو له لوري لمنځه یوړل شي.
د ښاغلي احسان په باور دغه کار مرسته کوي؛ څو د عملیاتو په لړ کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو له مرګ ژوبلې څخه مخنیوی وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوېمې لوا قوماندان په وینا، په تېرو ۲۴ ساعاتونو کې په دغه سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې،  ۱۲ طالبان وژل شوي دي چې په وژل شویو کې د سرپل ولایت لپاره د طالبانو د پخواني نومول شوي والي مرستیال مولوي عبدالوهاب، د دغه ډلې د تبلیغاتو مسوول مولوي صادق او همداشان د دغه ډلې یو نامتو قوماندان هم شامل دي.

 

خبریال: محمد یونس نعیمي

خواندن 132 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ