تخار ښځینه بندیانو ته مرسته وویشل شوه 

تخار ښځینه بندیانو ته مرسته وویشل شوه 

د تخار ولایت پر ۷۵ ښځینه بندیانو اړین توکي او ژمنۍ جامې وویشل شوې.

د تخار ولایت د بند خونې رئیسه رزم آرا حواش شمال بیان ته وویل چې تېره ورځ په دې ولایت کې مېښت (کنسرن) مالي دفتر په مرستې، یې د تخار بند خونې ۷۵ بندیانو ته ژمنۍ جامې او اړین توکي ویشلي دي چې په دې مرسته شویو توکو کې توشکې، بالښتونه، کمپل، جاکت، ستلونه، وچې شدې او بسکویټ شامل وو چې د ښځینه بندیانو ماشومانو ته وویشل شول.

اغلې حواش زیاته کړه چې دا مرسته شوې کڅوړې، د ښځینه بندیانو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره نوموړو ښځینه بندیانو ته وویشل شوې او زیاته یې کړه چې د دغه ولایت ښځینه بندیانو ته به همداشان دا مرستې دوام ولري.

 

 

خبریال: جمشید کندالي 

خواندن 51 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ