تخار کې ۱۱ مېله وسلې کشف او ترلاسه شوې 

تخار کې ۱۱ مېله وسلې کشف او ترلاسه شوې 

د تخار پولیسو ۱۱ مېله بېلابېل ډوله وسلې کشف او ترلاسه کړي دي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر مرستیال عتیق الله  حیدري شمال بیان ته وویل چې د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د استخباراتو عمومي مدیریت موظفینو تېره ورځ مازدیګر مهال د تالقان ښار د آهنګرۍ په رسته کې له یوې هټۍ څخه، ۸ قبضې تومانچې، ۲ مېله چره یي وسلې، یو مېل مارکول وسله، ۴ دانې د پیکا فالتو مېلونه، ۱۰ دانې د کلاشنکوف شاژورونه، او څو قبضې چړې او برچې کشف او ترلاسه شوي دي.

ښاغلي حیدري زیاته کړه چې د دغه پېښې په تړاو، د فیصل په نوم یو تن هم نیول شوی چې په لومړنیو څیړنو کې یې، خپل جرم منلی دی.

 

خبریال : جمشید کندالي 

خواندن 57 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ