تخار کې ۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

تخار کې ۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د اګیست مرمۍ د چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول عبدالخلیل اسیر شمال بیان ته وویل چې تېره ورځ مازدیګر هغه مهال  دا مرمۍ د دې ولسوالۍ په تپه تخم سیمه کې وچادیده چې ماشومانو پرې لوبه لوبه ګوله.

هغه زیاته کړه چې د دغه پېښې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی او ۳ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې چاودیدونکو توکو مخکې له دې هم د تخار ولایت د خلکو په ځانګړي ډول له ماشومانو څخه هم قرباني اخیستې ده.

 

خبریال: جمشید کندالی

 

خواندن 75 دفعه آخرین ویرایش در سه شنبه, 28 وری 1397 ساعت 14:09
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ