په تخار کې یو ښوونځی پرانیستل شو 

په تخار کې یو ښوونځی پرانیستل شو 

د تخار ولایت د بي بي فاطمه نسوان لیسې د نوې ودانۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د تخار ولایت والي ډاکټر فضل الله مجدیدي شمال بیان ته وویل، د بي بي فاطمه نسوان لیسه چې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانۍ په لګښت د افغانستان له بودیجې څخه په ۳ پوړیز ډول جوړه شوې ده، چې په کې ۱۶ درسې خونې، د پاکو اوبو څاه، میز او څوکۍ، د کمپیوټر او لابراتوار خونې، ۱۰ تشنابونه او ۲۱۳ متره احاطوي دیوال جوړ شوي دي.

ښاغلي مجدیدي زیاته کړه، که څه هم د دې ښځینه لیسې په جوړېدو سره د زرګونه زده کوونکو ستونزو ته رسېدنه شوې ده، همدا اوس هم د تخار ولایت ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او هڅې پر دې دي چې د هغه زده کوونکو ستونزې چې تراوسه هم د خیمو او سور لمر لاندې زده کړې کوي حل شي.

 

خبریال: جمشید کندالي 

 

خواندن 49 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ