په تخار کې له ۳ زره کورنیو سره مرسته وشوه 

په تخار کې له ۳ زره کورنیو سره مرسته وشوه 

په تخار ولایت کې ۳ زره کورنیو ته د هدف فرهنګي بنسټ له لوري مرستندویه کڅوړې وېشل شوې دي.

د هدف فرهنګي بنسټ رئیس ډاکټر حمید الدین یولداش شمال بیان ته وویل، دا مرستندویه کڅوړې چې په کې غوړي، وریژې، وچ چای، بوره او خرما دي د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د تخار په مرکز او ولسوالیو کې ۳ زره اړو کورنیو ته وېشل شوې دي.

ښاغلي یولداش زیاته کړه چې د مرستندویه کڅوړو وېشل به د روژې میاشتې تر پایه د تخار ولایت د مرکز او ولسوالیو پر اړمنو کورنیو دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې هدف فرهنګي بنسټ هر کال د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې اړو کورنیو ته مرستندویه کڅوړې چې په کې خوراکي توکي هم شامل پر اړو کورنیو وېشي.

 

خبریال: جمشید کندالي 

 

خواندن 60 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ