په تخار کې له ۱۹۲ بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه 

په تخار کې له ۱۹۲ بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه 

د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ له ۱۹۲ بېځایه شویو کورنیو سره د دوه میلیونه او اویه زره افغانیو مرسته ترسره شوه.

د تخار والي ډاکټر فضل الله مجدیدي وایي، هغه ۱۹۲ بېځایه شوې کورنۍ چې د جګړو له امله له خپلو سیمو څخه چې په هغې کې د دولت ضد وسله وال مخالفین پراخ شتون لري امنو سیمو ته راغلي، هرې کورنۍ ته په دو برخو کې له شپږو زرو څخه تر ۱۲ زره افغانۍ نغدې پیسې وېشل شوې دي.

ښاغلي مجدیدي زیاته کړه چې د نغدي مرستو ترڅنګ، هرې کورنۍ ته، د درېو میاشتو لپاره خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې هم ترسره کیږي او دا خوراکي او غیرخوراکي توکي د « WFP» او  «UNHCR» دفترونو له لوري وېشل کیږي.

د یادولو وړ ده چې د تخار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست له لوري په دې ولایت کې د ۴۰۰ نورو بېځایه شویو کورنیو سروې هم ترسره شوې چې په نیږدي راتلوونکي دې کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شي.

 

خبریال: جمشيد كندالي 

 

خواندن 62 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ