د تخار په درقد ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د تخار په درقد ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د دولت ضد وسله والو مخالفینو چې له دو شپو راپدېخوا د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ پر بازار کوم ډله ییز برېدونه پیل کړي وو، د افغان امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ او د مرګ ژوبلې په ورکولو سره له سیمې څخه شاتګ ته اړ شوي دي.

د درقد ولسوالۍ امنیې قوماندان محمد عمر عمر شمال بیان ته وویل چې د دې نښتو په پایله کې ۱۸ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او له ۲۰ څخه ډېر کسان چې په کې د هغوی ډلمشران هم شامل دي ټپیان شوي دي.

ښاغلي عمر زیاته کړه، د درقد ولسوالۍ لویه لار چې د سختو نښتو له امله د دو ورځو په موخه تړل شوې وه بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوې ده.

 

خبریال: جمشید کندالي  

 

خواندن 42 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ