په تخار ولایت کې د شهیدانو او ټپیانو له ورثې سره نغدي مرسته وشوه 

په تخار ولایت کې د شهیدانو او ټپیانو له ورثې سره نغدي مرسته وشوه 

د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د لسو تنو ملکي شهیدانو او اووه تنو ټپیانو له ورثې سره نغدي مرسته ترسره شوه.

د تخار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد جواد هجري وایي چې د هر شهید غړي سره پنځه وېښت زره افغانۍ او د هر ټپي سره لس زره افغانۍ نغدي مرسته مرسته شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې دا مرستې د دې ولایت د والي د وړاندېز پر بنسټ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له بودیجې څخه دې کسانو ته وېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو د دې ولایت د شهیدانو او ټپیانو له غړو سره نغدي مرستې ترسره کړې وې.

 

خبریال: جمشید کندالي 

 

خواندن 39 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ