په تخار ولایت کې له نږدې ۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه 

په تخار ولایت کې له نږدې ۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه 

د تخار ولایت له نږدې ۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

د تخار د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې رئیس، فرید احمد نیکپور وویل، هرې کورنۍ چې د سیلابونو راوتلو له امله د استوګنې کورونه او څاروي له لاسه ورکړي دي مرستې ویشل شوې دي.

ښاغلي نیکپور زیاته کړه، چې په دې مرستو کې۴بوجۍ اوړه، ۳بوشکې غوړي، ۱۴ کیلو دال، دوې بوجۍ غنم، د پخلنځي وسایل او ۳ تختې کمپلې دي چې د « IOM» موسسې او د دې ولایت د پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست له لوري وویشل شول.

نوموړي همداشان وویل چې په تېرو دو اوونیو کې د دې ولایت په فرخار، بنګي، کلفګان او چاه اب ولسوالیو کې د سیلابونو راوتلو له امله ۱۹د استوګنې  کورنه، نږدې ۱۰۰ راس څاروي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه لمنځه تللې ده.

 

خبریال: جمشید کندالي 

 

 

 

خواندن 60 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ